د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت محترم کفیل مولوی اول ګل ایوبي په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۷ یمه غونډه ترسره شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۴۳
56146541

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې کفیل محترم مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۷ یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پورته ذکر شوي کمېسیون غړي او د ۱۲ مرکزي ریاستونو استازي هم حاضر وو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
 ورپسې د اجنډا له مفرداتو سره سم، د اړوندو موضوعاتو په اړه بحثونه ترسره شول او هر استازي د مطرح شویو مسایلو په اړه د غونډې ګډون‌والو سره خپل نظرونه شریک کړل.
همدارنګه په دې غونډه کې، د مراجعینو د ستونزو او غوښتنو په اړه هم تفصیلي بحثونه ترسره او په دې اړه شاوخوا ۳۰ پرېکړې د نورو اجراآتو لپاره اړوندو چارواکو ته واستول شوې.
غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS