د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د لوګر ولایت د رسمي سفر په لړۍ کې د ازرې ولسولۍ ته ولاړ.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید او ورسره مل پلاوی د ښوونې او روزنې د وضعیت د ارزونې په موخه د لوګر ولایت د ازري ولسوالۍ له پنځو دیني مدارسو څخه لیدنه وکړه.
د دې کتنې په ترڅ کې ښاغلي معین صاحب د یادو دیني مدارسو له مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره له نږدې ولېدل. د دوی فعالیتونه، هلې ځلې او خدمتونه یې وستایل. د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لورې چې د لوګر ولایت دیني مدارسو سره کومه مرسته شوې وه، د یاد پلاوي له لورې توزیع شوه.
د مدارسو مسئولینو د ا.ا د مشرتابه له دې مرستې او پاملرني څخه چې دیني مدارسو ته یې لري خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړه چې په مدارسو کې به د هېواد د بچیانو په سالمه ښوونه او روزنه کې خپلې هڅې کړندۍ او چټکې وساتي.
