د پوهنې وزارت د کړنو راپور، ملت ته د دولت د حساب ورکولو په برنامه کې وړاندې شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۶:۳۸
د پوهنې وزارت د کړنو راپور، ملت ته د دولت د حساب ورکولو په برنامه کې وړاندې شو

نن د پوهنې وزارت سرپرستې وزیرې آغلې رنګینه حمیدي، په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې، د اسلامی زده کړو، د سرچینو او اداه او د تضمین او کیفیت مرستیالانو او د دې وزارت یو شمیر رئیسانو هم ګډون درلود د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یو خبري غونډې له لارې د ۱۳۹۹مالي کال دپوهنې وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه راپور ورکړ.

اغلې رنګینه حمیدي وویل: د افغانستان د اساسي قانون د ۴۳ مادې له مخې، لومړنۍ زده کړې (د نهم ټولګي تر پای پورې) اجباري او په تحصیلي مؤسسو کې د لیسانس تر کچې زده کړې وړیا دي، همدارنګه، درسي نصاب د مینځپانګې، درسي کتابونه، د ښوونکي لارښود او درسي کتابونه د ملي ژبو یعنی دري او پښتو ژبو چمتو شوي دي ، همدارنګه د دریمو رسمي ژبو لپاره کتانونه (ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه یی، نورستاني او پامیري) د هغه سېمو په ښوونځیو کې چې ډیر خلک پري خبرې کوي، د لارښود ژبي په توګه به تدریس کیږي.

د پوهنې وزارت سرپرستې، ټینګار وکړ چې د پوهنې وزارت په تدریسي او اداري برخو کې د ټکنالوژۍ کارول زموز له لومړیتوبونو څخه دي او موږ هوډ لرو چې د تعلیم په ټولو برخو کې ټکنالوژي ته پراختیا ورکړو.

اغلې حميدي د معارف د وضعیت په ارزونې څرګنده کړه چې له مشرتابه سره د ګډکار له لارې پر يوې کړنلارې هوکړه شوې چې د هغې پر بنسټ به د ښوونې او روزنې وزارت ټول تدریسي فعالیتونه (ښوونځی محوره) وي او د کیفي بشپړتیا په موخه هڅه کېږي، ځکه که غواړو چې خپلواک او د ځواکمن اقتصاد څښتن افغانستان ولرو، باید باکیفیته ښوونه او روزنه ولرو.

آغلې رنګنې حمیدي د پوهنې وزارت د مشرتابه د هڅو په اړه چې د هېواد ماشومانو ته د قرنطین د ورځو په جریان کې د زده کړو زمینه برابره کړې وه وویل: پوهنې وزارت په دې ورځو کې، د خپلو شته امکاناتو په لرلو سره د لومړي څخه تر دولسم ټولګې پورې ۷۰۰۰ تدریسي ویډیوګانې په دوه ملی ژبو ثبت او د زده کوونکو لپاره یی په پوهنې وزارت تلویزیون او راډیو او هم د یاد وزارت په ویب پاڼه کې نشر شوي دی.

په ۱۳۹۹ کال کې، په ټول هیواد کې ۶۵۰ ښوونځي جوړ او فعال شوي، او د سېمي د اوسیدونکو د اړتیاو او غوښتونو سره سم يه مختلفو سیمو کې ۱۱۷ نوي ښوونځي تأسیس شوی چې په راتلوونکی کې کال کې به ورته نوی ودانې جوړی شي.

په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال عطاالله واحدیار، د اسلامی زده کړو مرستیال مولوی محمد عارف ملکیار، د ادارې سرچینو مرستیاله وکتوریا غیوری او د تضمین او کیفیت مرستیال داکتر سردار محمد رحیمی د راتلوونکي ښوونیز کال د پلانونو، د درسي کتابونو د چاپ او توزیع، د نویو ښوونځیو ترمیم او جوړول، د تدریسي چارو څخه څارنه، د نویو پروژي پلي کول او د عادی او پراختیایی بودیجې په مصرف کې شفافیت په تړاو خبریالانو ته معلومات وړاندی کړل.

د غونډې په پای کې، د پوهنې وزارت سرپرستې او مرستیالانو د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل، چې د خبریالانو رضایت یې حاصل کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

بدخشان ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ دهسنگان منځني ښوونځي ودانۍ، له اساسي ترمیم او د نویو تشنابونو له جوړېدو وروسته، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی چې د همکارې ادارې له لوري د ۱. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې د ۱۴۰ تنو ښوونکو او د تعلیمي بنسټونو د مدرسینو په ګډون علمي ناسته پیل شوه

 د لوګر ولایت مرکز اړوند ۱۴۲ بابه دیني مدارسو او ښوونځیو د ۲۵۰ تنو ښوونکو په ګډون د «قرآن کریم په اسانه طریقه تدریس» تر سرلیک لاندې درې ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاده ناسته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یوه ښوونځي سره د خېمې او قرطاسیې مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ لخوا، د ننګرهار ولایت سپین‌غر ولسوالۍ اړوند مهمند راغه لومړني ښوونځي سره د یوې خېمې، د پاکو اوبو ذخیرې او قرطاسیې مرسته وشوه.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو له زده. . .

BACK TO NEWS