د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین په رسمي سفر بدخشان ولایت ته ورسېد

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۵۴
res

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو له پروسې څخه د څارنې، ارزونې او بیاکتنې لپاره بدخشان ولایت ته ورسېد.
لومړی د پوهنې محترم معین د بدخشان له والي محترم الحاج مولوي محمد اسمعیل غزنوي، پوهنې رئیس او مسئولینو  سره په کتنه کې د ښوونې او روزنې په بهیر هر اړخیزې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین، د بدخشان پوهنې ریاست د فعالیتونو او هڅو ستاینه وکړه او په خپلو خبرو کې یې وویل: (پوهنه د یو ملک د ملا تیر جوړوي؛ ټول کادرونه په پوهنه کې تر روزنې وروسته ټولنې ته وړاندې کېږي).
د بدخشان والي هم د علم او پوهې پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، له خپل لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ وکړ.
ورپسې د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد د پوهنې اړوندو فعالیتونو، لاسته راوړنو او پروګرامونو په اړه مفصل راپور د پوهنې وزارت محترم معین ته وړاندې کړ، چې هرکلی یې وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS