د پوهنې وزارت سرپرست د ولایتونو پوهنې ریاستونو، د ښوونې او روزنې له آمرينو سره وکتل.

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۹:۱۴
123

 د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا په ټول هېواد کې د پوهنې کیفیت او زده کوونکو د علمي کچې د لوړولو او د ښوونځیو ښوونې او روزنې پروګرامونو او پلانونو تطبیق په موخه، د ولايتونو پوهنې ریاستونو ښوونې او روزنې له آمرينو سره  په خپل کاري دفتر کې وکتل.
 
غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
 ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست، وزارت مقام ته د ښوونې او روزنې دآمرينو راتګ ته ښه راغلاست ووایه او ګډون والو ته يې په هېواد کې د پوهنې بهیر د کیفیت او کمیت د ښه والي په موخه، د وزارت پلانونه او پروګرامونه تشرېح کړل.
نوموړي څرګنده کړه، چې پوهنې وزارت د ټولو افغانانو ګډ ښوونيز کور دی او په دې برخه کې د هېواد ټولو بچيانو لپاره د متوازنې ښوونې او روزنې زمينه برابرول يې له کاري لومړیتوبونو څخه وبلل.
 د غونډې په دوام کې نوموړي له ګډونوالو او مسئولینو څخه وغوښتل، چې د رغنده وړاندیزونو تر څنګ، د خپلو اړوندو ریاستونو د پوهنیزو ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړي.
 په دې کتنه کې د نورو په استازيتوب، د کابل ښار د ښوونې او روزنې آمر مولوي عبدالوکيل الهام، په مرکز او ولايتونو کې د پوهنې په برخه کې مشرتابه ته، د ښوونکو د بستونو کمښت او د ښوونځيو لپاره د ودانيو کموالی له عامو ستونزو څخه ياد کړل.
 
 د پوهنې وزارت سرپرست، د شته ستونزو او ننګونو له اورېدو وروسته، د پوهنې وزارت رهبري ژمنه وبلله، چې د شته ستونزو په هواري کې به د ولایتونو او کابل ښار د پوهنې له ټولو ریاستونو سره هر څومره چې ممکنه وي همکاري او خپلې هڅې وکړي.
په پای کې ياده غونډه، د ګډون والو ترمنځ د ستونزو او پرمختګونو په اړه له هراړخیز بحث وروسته، د یو لړ مهمو تصمیمونو په نیولو د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۰:۳۸
Background image

د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه  څاه وکیندل شو

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار  اړوند جباري کلي د احرار لومړني ښوونځي لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته، د ۸۲ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو خلقه څاه وکیندل شو.
د مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۰:۳۵
Background image

د پنجشېر له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه 

د پنجشېر ولایت د ښوونځیو ښوونکو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د درسي مرستندویه توکو ۳۱۸ کڅوړې د یاد ولایت پوهنې ریاست په همغږۍ وسپارل شوې.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، په دغو بستو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست له کړنو څو لنډ خبرونه

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ په ۱۷بابه ښوونځیو کې د شاوخوا ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د «اسلامي عقیدې» د کتاب له منځپانګې څخه علمي سیالۍ ترسره شوې، کوم چې د یوې همکارې فکري او فرهنګي. . .

BACK TO NEWS