د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د یوه کاري سفر په موخه د هېواد شمالي ولایتونو ته لاړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۱:۴۷
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د یوه کاري سفر په موخه د هېواد شمالي ولایتونو ته لاړ

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي ولایتونو ته د خپلو کاري سفرونو په لړ کې دا ځل د ښوونیزو فعالیتونو د ارزونې په موخه بدخشان او کندز ولایتونو ته  لاړل.
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د بدخشان له والي مولوي امان الدین منصور سره له کتنې وروسته په یاد ولایت کې د جهادي مدرسې پرانیسته وکړه.
 د نوموړي مدرسې د پرانستلو په مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر او د بدخشان والي د ټولنې په اصلاح کې د دیني او عصري علومو پر ارزښت ویناوې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل، ترڅو علم او پوهنې ته لومړیتوب ورکړي.

په یو بل خبر کې؛
د پوهنې وزرات سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې پرون کندز ولایت ته ورسېد، چې د دغه ولایت د مشرتابه او د کندز ولایت د پوهنې ریاست او د یو شمېر دولتي ادارو د رئیسانو له خوا یې تود هرکلی وشو.
 په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د دغه ولایت د پوهنې ریاست عمومي وضعیت وارزاوه او د یاد ریاست له رئیس او کارکوونکو سره یې وکتل.
 په دې کتنه کې د پوهنې وزرات سرپرست وزیر په دغه ولایت کې د پوهنې ریاست له کړنو او دندو څخه ستاینه وکړه او همدا شان د دې ریاست ستونزې یې یاداشت کړې او د مرستو وعده یې ورسره وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS