د پوهنې وزارت سرپرست په یو رسمي سفر کونړ ولایت ته ولاړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۰:۱۳
asdfgh
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا کونړ ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال، په داسې حال کې چې د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي محب الله حیدري او د پوهنې چارواکو یې ملتیا کوله، د همدغه ولایت د څوکۍ، نورګل او نرنګ ولسوالیو د یو شمېر ښوونځیو له مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره له نږدې وکتل.
د پوهنې وزارت سرپرست په نورګل ولسوالۍ کې د دوی په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې خبرې وکړې او په ټولنه کې یې د پوهنې پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ زیاته کړه: په ننني عصر کې د دیني او عصري علومو زده کړه د پرمختګ یوازینۍ لار ده، چې په ترڅ کې یې هېواد او ټولنه پر ځان بسیا کېږي.
د يادو ولسواليو د ښوونیزو بنسټونو مسئولينو او استادانو د پوهنې وزارت د سرپرست سفر یو نېک ګام وباله او د يادو مرکزونو زده کوونکو نوموړي ته د ګلونو ګېډۍ په ورکولو سره ښه راغلاست ووايه.
له بلې خوا د پوهنې وزارت سرپرست یو شمېر ممتاز زده کوونکي د نغدو پیسو په ورکولو سره وستایل.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د هرات ولایت په ښوونځیو کې زده‌کوونکو ته ۱۷۰ زره ټوکه درسي کتابونه ووېشل شول

د ښوونیزو اړتیاوو پوره کولو او د درسي کتابونو د کمښت هواري په موخه، د هرات ولایت له هغو ښوونځیو څخه چې اضافي درسي کتابونه یې لرل، ۱۷۰ زره ټوکه درسي کتابونه راټول او د یاد ولایت د مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې غونډه پیل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونیز کیفیت لوړولو او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه، د ښار د بېلابېلو ښوونځیو د ۲۱۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ غونډه پیل کړه.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۳۵
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري ۲۰۰ پایې مېزونو او څوکۍ ترمیم شوې

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د ښوونځیو د اړتیاوو یوې برخې پوره کولو په موخه، د هغو زړو مېزونو او څوکیو د ترمیم برنامه پیل کړې، کوم چې له کلونو راهیسې د یاد ولایت د یو شمېر ښوونځیو په. . .

BACK TO NEWS