د پوهنې وزارت پلاوي د ننګرهار ولایت تعلیمي وضعیت وارزاوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۵۸
ط\ظط\

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت یو پلاوی چې د ننګرهار ولایت پوهنیز وضعیت په بیاکتنه بوخت دی، د یاد ولایت له پوهنې چارواکو سره په ګډه، د جلال آباد ښار استقلال عالي لېسې د زده‌کوونکو اداري، تدریسي چارې او فعالیتونه ارزولي دي.
همدارنګه یاد پلاوي د کاري پلانونو پلي کولو او د تعلیمي نصاب بشپړولو اجنډا سره سم، د یادې لېسې تدریسي کارکوونکو او ښوونکو سره جلا جلا غونډې ترسره او له هغوی سره یې پر یو شمېر ښوونیزو مسایلو خبرې وکړې.
د غونډې په جریان کې، د پوهنې وزارت پلاوي د استقلال عالي لېسې د نوښتګرو زده‌کوونکو لخوا جوړ شوی کتابتون، لابراتوار‌خونه او یو روبوټ هم ولید او د پوهنې چارواکو سره په یوه غونډه کې یې د تعلیمي بهیر پیاوړتیا په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS