د پوهنې وزارت کارکوونکو لپاره لارښود او روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۱۲
14

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خوا د یاد وزارت د مرکزي هستې منسوبینو لپاره لارښود او روزنیز دوه ورځنی سیمینار پای ته ورسېد.

د یاد سیمینار د پای په مراسمو کې د کارکوونکو چارو لوی رئیس محترم مفتي شفېع الله منصور، د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري، د استعدادونو ارزونې رئیس محترم مفتي عبدالولي سداد، د پوهنې وزارت چارواکو او منسوبینو، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسلکي معین محترم نورمحمد حقاني او د ارګ د دعوت او ارشاد رئیس محترم محمد هاشم ګډون درلود.

یادو مسئولینو د خپلو اغېزناکو ویناوو په ترڅ کې، د آیتونو او احادیثو پر بنسټ، د قرآن کریم د لارښوونو په رڼا کې د نېکو اعمالو په کولو او له نواهیو څخه د مخنیوي، په اسلامي ټولنه کې د علماءکرامو مقام، په اسلامي نظام کې د کارکوونکو مسئولیت او مکلفیت، د مراجعینو حقوق او داسې نورو موضوعاتو په تړاو ارزښتناکه ویناوې وکړې او د اسلامي نظام په چوکاټ کې یې د منسوبینو او کارکوونکو پر مسئولیتونو او له مراجعینو سره په نېک چلند کولو ټینګار وکړ او هغوی یې خپلو اساسي دندو ته متوجې کړل.

دغه پرتمینه غونډه د مبارکې دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS