د پکتیا او بدخشان له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه
پکتیا
د پکتيا پوهنې رياست سکتوري غونډه د دې رياست د پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد تر څارنې لاندې جوړه شوه.
په غونډه کې د یاد ولایت د پوهنتون، اقتصاد رياست، د دولتي ادارو او مرستندويو خصوصي بنسټونو استازو ګډون کړی وو.
د یادو بنسټونو استازو په خپل وار د تیرې میاشتې کاري راپورونه او خپل راتلونکي پلانونه د غونډې له غړو سره شریک کړل او د خپلو پلانونو په عملي کولو کې یې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مرستو غوښتنه وکړه.
همدارنګه نوموړي له مرستندویو سیمه ییزو بنسټونو څخه وغوښتل، ترڅو د پوهنې د پرمختګ په برخه ورسره لازمې مرستې وکړي.
د یو بل خبر له مخې
د پکتیا ولایت پوهنې رئیس له خپلو کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال وویل؛ پکتیا د هېواد د ختیځ زون مرکز دی، د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه یې هیله څرګنده کړه چې د لا ډېرو سهمیو او امتیازونو په ورکولو سره له دغه ریاست څخه لا زیات ملاتړ وکړي.
نوموړي دغه راز له سيمه ييزو ادارو او مرستندویو بنسټونو وغوښتل، چې د پوهنې د ودې او پرمختګ په موخه له پوهنې رياست سره مرسته وکړي.
په بل خبر کې
د پکتیا د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې څلور تنو غړو په دې ولایت کې د ببرک خان ځدراڼ لیسې او همدارنګه د سید جمال الدین افغان او صدارت خصوصي لېسو څخه څارنه وکړه.
او همدا شان د دې ښوونځیو له مدیرانو او ښوونکو د ښوونیزو چارو د ښه والي په موخه بېړنۍ ناسته وکړه.
ياد پلاوي له سيمه ييزو ادارو او مرستندویو بنسټونو څخه مننه وکړه، چې د پوهنې له نظام سره يې په دوامداره توګه ملاتړ کړى او ژمنه يې وکړه، چې د خصوصي تعلیمي موسساتو د پروګرامونو د پلي کېدو په برخه کې به لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
بدخشان
د بدخشان ولایت د پوهنې رئيس مولوي محراب الدين اقبال د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو له آمرینو او مديرانو سره په کاري غونډه کې د دغه ولايت د پوهنې په باب خبرې وکړې.
یو بل خبر
د بدخشان ولايت پوهنې رئيس د دې ریاست له کارکوونکو سره د ښې ادارې د جوړولو، د پوهنې په برخو کې د همغږۍ رامنځته کولو او د ښوونې او روزنې د ښه والي په باب خبرې وکړې او له هغوى يې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي .
ګډونوالو د خپلو ستونزو او وړانديزونو د وړاندې کولو پر مهال ژمنه وکړه، چې د پوهنې د ښه والي او د پوهنې د کيفيت په برخه ترخپله وسه هڅې وکړي.
