د پکتیا د پوهنې ریاست د دریمو او څلورمو خالي بستونو لپاره ازموینه واخېستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱ - ۱۱:۲
moe

د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست د ۳۰ خالي بستونو د ډکولو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې له سلو کسانو څخه از موینه واخیستل شوه.

هغه غونده، چې د نوموړې از موینې د اخیستلو په موخه د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه ، د ولایت مقام مسوولینو په ګډون دپوهني رییس استاد کوچي ځاځي، د اصلاحات اداری کمسیون آمر او د ولایتي شورا غړو ګډون درلود.

د پکتیا د پوهنې رییس کوچي ځاځي د دې ازموینې د پیل پر مهال وویل، چې د ازموینې په بهیر کې به هېچا ته د مداخلې حق ور نه کړي او ټول کسان به په خپل استعداد یادو بستونو ته ټاکل کېږي.

دغه ازموینه د پوهني وزارت د مقام د لار ښووني سره سم دیوي څانکړې کمیتې په حضور کې له شرایطو سره برابر سلو تنو پکي ګډون کړي و واخیستل شوه، چې له از موینې  دنتایجو له اعلانولو  وروسته به۳۰  تنه دبریالیتوب په صورت کي په دریمو اوڅلورمو بستونو کې په دندو وګمارل شي.

دیاد ونۍ وړ ده، چې دروان کال له شروع تر اوسه پورې  په نوموړي ریاست کې د آزادې سیالۍ له لارې یو شمیر کسان په دندوګمارل شویدي.   

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS