د پکتیا ولایت له ښوونځیو سره د ۱۸۰۰ کڅوړو ښوونیزو موادو مرسته وشوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۲۷
ظطزظطز

د یوه همکار بنسټ لخوا د پکتیا ولایت پوهنې ریاست ته ټولټال ۱۸۴۱ کڅوړې قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ورکړل شوي دي، چې له دې جملې څخه ۱۶۷۰کڅوړې قرطاسیه د زده‌کوونکو لپاره او ۱۷۱ بستې مرستندویه درسي مواد د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې دي.
د پکتیا ولایت پوهنې رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي د یاد بنسټ له مرستې مننه وکړه او ویې ویل چې دغه قرطاسیه به د ټاکل شوې سهمیې له مخې د لومړي تر شپږم ټولګي پورې شاوخوا ۳۳۶۰۰ تنو زده‌کوونکو ته ووېشل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS