د پکتیا ولایت په ۲ بابه ښوونځیو کې درسي خونې او لوبغالی جوړېږي
د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند شهید منصور لېسې لپاره د ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت یو لوبغالی جوړېږي، چې پکې د نندارچیانو لپاره د ناستې ځای، د وسایطو تمځای او نور اړین ملحقات هم په پام کې نیول شوي او ټاکل شوې دغه پروژه د سیمې د خلکو په مالي مرسته پلې شي.
د یو بل خبر له مخې، د همدې ولسوالۍ د غروالو منځني ښوونځي لپاره هم د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت ۳ درسي خونې جوړېږي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي ویلي، چې تر دې وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې د خلکو په همکارۍ د مدارسو او ښوونځيو ګڼ شمېر رغنیزې پروژې پلې شوې دي.
