د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو
د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، په دې اړه وویل: د دغې مدرسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعالېدل د علم ارزښت ته د خلکو پاملرنې څرګندونه کوي او د اسلامي ورورولۍ ښه بېلګه ده، چې د دین له نظره د دنیا او آخرت له پلوه لوی اهمیت او اجر لري.
