د څوارلسم پاسه ښوونکو د لیسانس دورې زده کړې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۶:۳۸
د څوارلسم پاسه ښوونکو د لیسانس دورې زده کړې پیل شوې

پوهنې وزارت، بدخشان: د بدخشان پوهنتون ښووني او روزوني پوهنځي کې د څوارلسم پاسه ښوونکو د لیسانس دورې زده کړې د یاد ولایت د پوهنې رئيس ډاکټر روح الله محقق، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو او یو شمیر ښوونکو په شتون کې پيل شوې.

د بدخشان ولایت د پوهنې رئیس، ښوونې او روزنې ته د دولت او د پوهنتون د مشرتابه له پاملرنې مننه او قدرداني وکړه او وې ویل: د دې برنامې پیل د بدخشان ولایت ښوونکو او د ښوونې او روزنې کورنۍ لپاره خورا مهم او ارزښتناک ګام دی چې موخه یې زده کوونکو ته د معیاري تدریس میتودونو ښوول او د ښوونکو د مسلکي پوهې کچې لوړول دي.

نوموړي وویل: ښوونکي نه یوازې د اکاډمیکو سندونو ترلاسه کولو په مقصد پوهنتون کې شامل شوي ، بلکې ترڅنګ يې د پوهنتون د استادانو له علمي سرچینو هم پوره ګټه ترلاسه کوي.

همدارنګه د پوهنتنون رئیس محمد قاسم آریا او د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس جنید الله صبوریار د موضوع په اړوند خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې یاد پوهنتون د ښوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې د پوهنې ریاست د برنامو له پلي کیدو ملاتړ کوي .

د یادونې وړ ده، چې د څوارلسم پاسه ښوونکو لپاره د لوړو زده کړو دوام د پوهنې ریاست او د بدخشان پوهنتون ترمینځ د هوکړه لیک له مخې د اوړي او ژمي په دوه فصلونو کې له اته زرو څخه زیات ښوونکي او کارکوونکي په بیلابیلو څانګو کې مسلکي زده کړې کوي. چې په لومړي پړاو کې ، د مرکز د ښوونځیو ۲۶۸ ښوونکو شامل او په رسمي ډول یې زده کړې پیل کړئ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS