د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا کادري بستونو د پایلو اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۲۵
شسشس

* د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا کادري بستونو ازموینې اړوند، ټول هغه ګډو‌ن‌وال چې د خپلو نمرو څخه راضي نه وي، کولای شي، خپل شکایتونه تر پنجشنبې، (د ۱۴۰۴ لمریز کال لړم/عقرب میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې) د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست ګمارنې کمېټې ته وسپاري.
* همدارنګه هغو نوماندانو چې د علمي کنفرانس وړاندې کولو لپاره یې دویم پړاو ته لاره موندلې، کولی شي تر پنجشنبې،( د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم/عقرب میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې) د ښوونکو د روزنې او مسلکي ریاست ته مراجعه وکړي.

پورتنۍ خبرتیا زموږ د هېوادوالو د معلوماتو لپاره خپره شوې ده.

د پوهنې وزارت 
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS