د ښوونیز نصاب ریاست د کارکوونکو د وړتیا لوړولو سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او ښوونیز نصاب لوی ریاست اړوند «د ګرافیک، د درسي کتابونو ډیزاین او معلوماتي ټکنالوژۍ د څانګو» د کارکوونکو د وړتیا لوړولو سیمینار، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوی ؤ، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د ښوونکو د مسلکي پراختیا او ښوونیز نصاب لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي، د یاد ریاست منسوبینو او د پوهنې وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو حضور دردلود، پای ته ورسېد.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب رئيس مفتي مولوي محمد حنیف شاکر مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د ياد سيمينار اساسي موخې تشرېح کړې او ويې ويل، د هېواد او مسلمه امت د پرمختګ او آبادۍ یوازینۍ لاره په بشپړ ډول د اسلامي اصولو پلي کول دي.
دغه راز نوموړي له کارکوونکو وغوښتل، ترڅو د اسلام د سپېڅلي دین د اصولو او د هېواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې د سیمینار له محتوا څخه په خپلو رسمي ورځنيو چارو کې اعظمي ګټه پورته کړي.
د یادولو وړ ده، چې په یاد سیمینار کې د ښوونیز نصاب اړوند د درسي کتابونو د ګرافیک ډیزاین او معلوماتي ټکنالوژۍ د څانګو ۱۷ تنو کارکوونکو برخه اخیستې وه، چې د دغه ریاست د ۷ تنو روزونکو له لوري ورته روزنه ورکړل شوه.
غونډه د ښوونکو د مسلکي پراختیا او ښوونیز نصاب د لوی رئیس له لوري د تصدیق پاڼو په وېشلو او د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.