د کابل ولایت د ولسوالیو پوهنې آمرينو لپاره ښوونيز سیمینار پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۴
10

د کابل ولایت اړوندو ولسوالیو د پوهنې آمرينو د کاري وړتياوو لوړولو په موخه، مسلکي او ښوونيز سيمينار پيل شو.

د ياد سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د تشکيلاتو رئيس مفتي عبدالحليم حليمي، د کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني، د ياد رياست روزونکو او يو شمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د کابل ولایت پوهنې رئیس ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او د سیمینار د آجنډا په اړه یې تفصيلي معلومات وړاندې کړل.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د تشکيلاتو رئيس د سیمینار په اهمیت او ګټو خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل، تر څو د ياد سیمینار له محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

دغه سیمینار چې د پوهنې وزارت د تشکيلاتو رياست له لوري پيل شوی، ټاکل شوې ده، چې یوه اوونۍ دوام به وکړي او په ترڅ کې به يې پوهنې مسئولینو ته د دندو لايحې په تړاو روزنه ورکړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS