د کابل ولایت د ولسوالیو پوهنې آمرینو د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې له معین سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۲:۲
125

د کابل ولایت د څوارلس ګونو ولسوالیو پوهنې آمرینو، د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې له معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل سره په کتنه کې، د تدریسي، اداري، مالي او تشکیلاتي چارو لا تنظیم په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.
همدارنګه په یاده غونډه کې په اداري لوی رئیس مفتي شفیع الله منصور سربېره، د وزارت د اړوندو څانګو یو شمېر مسئولینو او کارپوهانو هم حضور درلود.
په پيل کې د پوهنې آمرینو د خپلو ادارو د پرمختګونو، ننګونو او نورو کړنو په اړه لنډ راپور د پوهنې وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړ.
ورپسې د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معین آمرینو او مسئولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دوی هڅې وستایلې او په ولسوالیو کې یې د پوهنې وزارت د پلانونو او پروګرامونو د تطبیق د بهیر لا چټکتیا یادونه وکړه. 
همدارنګه نوموړي د پوهنې، اداري او مالي چارو د لاپرمختګ په برخه کې د کارکوونکو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او له ګډون والو یې وغوښتل، تر څو د پوهنې ملکیتونو د ساتنې، د مدارسو او ښوونځيو د ودانیو د ترمیم او مراقبت او د بیت المال څخه سالمه استفاده وکړي او د هغو د مصرف په برخه کې بشپړه روڼتیا په نظر کې ونیسي.
دغه راز د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین په تشکیلاتو کې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه ومنله او ويې ويل: په ځينو ښوونځيو کې ليدل شوي چې د ښوونکو شمېر د ټولګيو له شمېر څخه زيات دى، په داسې حال کې چې په ځينو نورو ښوونځيو کې د ښوونکو شمېر خورا کم دى، چې د دې نیمګړتیا د حل لپاره اړینه ده تر څو د ښوونکو تشکیل په یو منظم او متوازن ډول پلی شي. 
په ورته مهال د سرمایه دارانو، با نفوذه اشخاصو او د خلکو مالي او معنوي ملاتړ راجلبول یوه بله موضوع وه، چې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین له خوا د کابل ولایت پوهنې آمرینو سره مطرح شوه.
په ورته مهال، د کابل ولایت د پوهنې ریاست آمرینو د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې له خپلو ټولو مصروفیتونو سره سره یې خپل وخت د دوی د وړاندیزونو، نظرونو او ستونزو آورېدلو لپاره ځانګړی کړ.
 په پای کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین، د اړوندو ستونزو په حل او د پوهنې آمرینو د سپارښتنو په پلي کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS