د کابل ولایت په ګل‌درې ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۱۴
اتتتت

د کابل ولایت ګل‌درې ولسوالۍ اړوند د کدوله لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه ۸۵۶ زره او ۹۲۱ افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې د ځانګړو مراسمو پر مهال افتتاح او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
 د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه ودانۍ ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، احاطوي دېوال، تشنابونه، د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه او د لمریزې برېښنا سیستم لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS