د کابل ښار د ښوونیزو حوزو آمرینو، مدیرانو، او د ساینسي مضامینو ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړوالي شپږ ورځنۍ سمینار جوړ شو.

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۱:۲۱
د کابل ښار د ښوونیزو حوزو آمرینو، مدیرانو، او د ساینسي مضامینو ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړوالي شپږ ورځنۍ سمینار جوړ شو.

د کابل ښار پوهنې رياست د هلو ځلو او کاري پلان له مخې د تعليمي حوزو آمرينو، مدیرانو او د ساینسي مضامینو ښوونکو ته د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست په همغږی او د يونسيف ادارې په مالي ملاتړ په دوو دورو کې د ظرفیت لوړوني په برخه کې شپږ ورځنۍ ښوونیز ورکشاپ په لاره واچول شو.
 د دې سمینار په لومړۍ دوره کې د شپاړسو حوزو د آمرینو په ګډون د ښوونځیو ۳۲۴ تنو نارینه او ښځینه مدیرانو او ۶۰۰ تنو د ساینسي مضامینو ښوونکو په جلا جلا زونونو کې په کې ګډون وکړل
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي احسان الله خطاب د یاد ورکشاپ څخه لیدنه او څارنه وکړه
نوموړي ګډونوالو ته وویل چې ممکن په تیرو دوو لسیزو کې به دا لومړی ځل وي، چې د کابل ښار ښوونیزو بنسټونو د ټولو مسوولینو لپاره داسې ارزښتناکه ښوونیزه برنامه په لاره اچول کیږي نو له ټولو څخه یې غوښتنه وکړه، چې په پوره لیوالتیا سره په دې پروګرام کې ونډه واخلي، حاضري جدي ونیسي، نظم او دسپیلن مراعات کړي او د سمینار له محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
همدا راز ښاغلي خطاب د ورکشاپ ګډونوالو نظریات، مشورې، غوښتنې او نیوکې واوریدې او د حل په باب یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د دې برنامې لومړۍ دوره به د پنج شنبې په ورځ پای ته ورسیږی او دویمه مرحله به یې د راتلونکې شنبې ورځ په ۱۴۴۴/۱۰/۲۳ نېټه د سرښوونکو لپاره په بېلابېلو زونونو کې پیل او د راتلونکې اوونۍ تر پایه به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS