د کابل ښار د یو شمېر مدارسو له څلورنیم میاشتنیو ازموینو څارنه وشوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۱۵
564654

د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس محترم الحاج مفتي محمد یوسف ثاقب، د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند د سید المرسلین دیني مدرسې او د ترتیل القرآن دارالحفاظ د څلورنیم میاشتنیو ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس، د یادو تعلیمي مرکزونو له مسوولینو څخه په ازموینو کې د روڼتیا د تأمین له امله د خوښۍ او مننې ترڅنګ، له طلابو وغوښتل چې خپلو زده‌کړو ته جدي پام وکړي او درسونه یوازې د ازموینې او نمرو ترلاسه کولو لپاره ونه لولي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۳
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین بلخ ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، له خپل مل پلاوي سره بلخ ولایت ته ورسېد.
نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې لومړی د بلخ له پوهنې رئیس محترم مفتي محمدشریف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د هرات ولایت په دوه بابه ښوونیزو بنسټونو کې د څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې

د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ اړوند په شهزاده قاسم ښوونځي او خاتم‌الانبیاء دیني مدرسه کې د څښاک پاکو اوبو دوه حلقې څاګان د یوې خیریه ادارې له لوري د ۲۹۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت وکېندل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳۴
Background image

خبرتیا

د خصوصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو د شکایتونو او ستونزو د ثبت او اورېدو په اړه؛

د خصوصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو د فعالیتونو په اړه د هېوادوالو د شکایتونو، ستونزو او وړاندیزونو د ثبت. . .

BACK TO NEWS