د کابل ښار نازو انا عالي لېسې اړوند د ۲۳۰ تنو زده کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۱:۶
25

د کابل ښار ۱۶مې ناحیې اړوند د نازو انا عالي لېسې زده کوونکو د فراغت مراسم، د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د ۱۶ مې ناحیې آمر مولوي لعل محمد احمدي، مسئولینو، ښوونکو، زده کوونکو او والدینو په حضور کې ترسره شول.

غونډه د الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د کابل ښار د ۱۶مې ناحيې آمر ورغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د یادې ناحیې د آمریت د ښوونیزو کړنو په اړه يې ګډون والو ته معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د کابل ښار پوهنې رئيس هم د نازو انا عالي لېسې زده کوونکو ته د فراغت مبارکي وويله او څرګنده یې کړه: تاسو د افغانستان د راتلونکي معماران او جوړونکي ياست او دغه فراغت د هېواد او خلکو په وړاندې ستاسو مسئوليتونه لاپسې زیاتوي.

نوموړي د زده کوونکو له والدینو هم وغوښتل، چې د زده کړو په برخه کې د خپلو ماشومانو ملاتړ او مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان.ا.ا پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د پوهنې متوازنې پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دی او په دې برخه کې شپه ورځ هلې ځلې کوي.

دغه راز يو تن فارع زده کوونکي د نورو په استازيتوب له مسئولينو او استادانو څخه مننه وکړه، چې د خپلې پوهې او تجربو په لېږدولو کې يې هلې ځلې کړې او ژمنه يې وکړه چې د لامسلکي او تخصصي پوهې په ترلاسه کولو سره به د خلکو په خدمت او د هېواد پرمختګ برخه کې خپل دیني او ملي مسئولیت اداء کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS