د کابل ښار ښوونځيو د "ساینس او ریاضياتو ستوري" سیالیو ممتاز زده کوونکي وستایل شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۸:۳۳
123

څه موده وړاندې د کابل ښار پوهنې ریاست له لوري، د ښوونځیو د زده کوونکو د علمي کچې او استعدادونو د لوړولو په موخه، د کابل ښار اړوند ښوونځیو د ۳۶۵۵ تنو زده کوونکو تر منځ د «ساینس او ریاضي ستوري» په نوم سیالۍ په لاره واچول شوې.
يادې سيالۍ په دريو پړاوونو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د صديق الله رښتين لېسې څخه مجيب الله لومړى مقام، د سيد الشهداء لېسې څخه امين الله او د صديق الله رښتين لېسې څخه احمد وهاب په ترتيب سره دويم او درېيم مقامونه خپل کړل.
د کابل ښار پوهنې رئیس حافظ عبدالباسط حقاني، د یادو علمي سياليو ګټونکو ته د مبارکۍ ورکولو په ترڅ کې، د زده کوونکو لپاره په بېلابېلو موضوعاتو د علمي سياليو دایرولو ته په اشارې سره وويل: د دا ډول سياليو پيلول د فکري رشد او استعدادونو په وده کې مهم رول لري او دا ډول سیالۍ کولای شي، زده کوونکي نورو علمي نوښتونو ته وهڅوي.
په یادو مراسمو کې يو شمېر مسئولينو هم د موضوع په باب خبرې وکړې او دا ډول پروګرامونه جوړول يې د زده کوونکو او ځوانانو لپاره ګټور وبلل.
په پای کې د کابل ښار پوهنې ریاست د رئیس او رهبرۍ له لوري، تر لسم مقام پورې ممتاز زده کوونکي په ډالیو تقدیر شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS