د کاپیسا ولایت د پوهنې آمریتونو مسلکي او اداري غړو د ۱۵ بستونو شارت لېست شویو نوماندانو د نوملړ خپرېدو په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۱
545

د پوهنې آمریتونو د مسلکي او اداري غړو د بستونو ګومارنې لارښود له مخې، ټولو درنو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي چې د کاپیسا ولایت د ښار او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو د اعلان شویو (۱۵) مسلکي او اداري بستونو لپاره د اسنادو ارزونې او د نوماندانو څېړنې بهیر بشپړ شوی دی.
اوس د یادو بستونو د تحریري ازموینې لپاره د شارت لېست شویو نوماندانو د ځانګړتیاوو جدول چمتو او خپرېږي.
هغه غوښتونکي چې نومونه یې د شارت لېست شویو نوماندانو په نوملړ کې نه وي شامل، که هر ډول اعتراض یا شکایت ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر دوو ورځو پورې خپل شکایت په لیکلې او مستنده بڼه د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست ته وسپاري.
ټول شکایتونه او اعتراضونه به د یادو بستونو د ګومارنې لارښود له مخې وڅېړل شي او پایله به یې غوښتونکو ته ورسول شي.
د یادونې وړ ده چې د تحریري ازموینې نېټه به وروسته اعلان شي.

برښنایی آدرس

https://moe.gov.af/ps/%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%DB%90-%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D8%AF-%DA%9A%D9%88%D9%88%D9%86%DB%8C%D8%B2%D9%88-%D8%AD%D9%88%D8%B2%D9%88-%D8%AF-%DB%B1%DB%B0%DB%B6%DB%B0-%D8%A7%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D9%8A-%D8%A8%D8%B3%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%B4%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D9%84%DB%8C%D8%B3%D8%AA

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۱:۳۵
Background image

په هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

د هرات ولایت کشک رباط‌سنګي ولسوالۍ د نجونو او چپل‌قل ښوونځيو نوې ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، یو شمېر دیني علماءکرامو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار په ۶۵ بابه امارتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د تدریسي بهیر هر اړخیزه څارنه ترسره کړه. 
همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د کابل، هرات، ننګرهار، هلمند،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې له یوه ښوونځي سره د کمپیوټرونو مرسته وشوه 

د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند د شیخ‌آباد کلي یوه معارف‌دوسته اوسېدونکي، د همدې ولسوالۍ له شیخ‌آباد عالي لېسې سره د ۹۰ زره او ۳۷۰ افغانیو په ارزښت د ۱۰ پایې کمپیوټرونو او یو. . .

BACK TO NEWS