د کندز ولایت د دولسم ټولګیو ښځینه فارغینو څخه ځانګړي آزموینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت، کندز: د کندز ولایت دولسم ټولګي دیني او عمومی زده کړو ښځینه فارغینو لوړو زده کړو ته د لارموندنې په موخه ځانګړې ازموینه واخیستل شوه.
یاده آزموینه د کندز ولایت المومنات عالي دارالعلوم کې واخیستل شوه چې د دیني او عمومي تعلیماتو د دولسم ټولګیو ښځینه فارغینو پکې ګډون درلود.
د کندز پوهنې رییس نجیب ثاقب د ځانګړي آزموینې د پرانستې په مراسمو کې برخه والو ته د شفافیت ډاډ ورکړ اودوی یي دیني زده کړو ته وهڅول.