د کندهار د پوهنې له ریاست څخه لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۰:۵۲
د کندهار د پوهنې له ریاست څخه لنډ خبرونه

کندهار

 د کندهار ولایت د نیش ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې آمرین د دې آمریت اړوند د دریو دیني مدارسو اداري او تدریسي چارې وڅېړلې او د یادې ولسوالۍ د مدارسو له مدیرانو او قومي مشرانو سره یې د یادې ستونزې په اړه مشورې وکړې. د یادو ادارو د فعالیتونو د ښه والی په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

د نورو خبرونو له مخې:
د کندهار د پوهنې رياست د ښووني او روزني آمر او ورسره مل پلاوي د دغه ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ د ديني مدارسو د ښوونکو په غونډه کې ګډون وکړ او خلک یې پوهنې ته وهڅول.

همدارنګه:

د پوهنې وزارت د څېړنې کمېټې پلاوي کندهار ولایت ته په یوه کاري سفر کې د سپین بولدک ولسوالۍ د پوهنې آمریت د اداري او تدریسي فعالیتونو د ارزونې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې له آمرینو سره وکتلې او د هغوی احصایوي او اداري راپورونه یې وڅېړلې.

په نورو خبرونو کې:

د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د سواد زده کړې له ټولګيو څخه ۷۲ تنه زده کوونکي فارغ شول.
د دې ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو فارغانو ته د مبارکۍ ویلو پرمهال هغوی وهڅول چې د علم او پوهې په برخه کې لا زیات زحمتونه وباسي.

همدا شان:

د کندهار ولایت د کوتل مرچه لېسې د څلور نیم میاشتنیو ازموینو پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې د لېسې د مدیرانو، ښوونکو، زده کوونکو او د هغوی د کورنیو د غړو په ګډون اعلان شوې. په دې غونډه کې ممتازو محصلینو ته جایزې او استادانو ته یې ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ روضة المدارس منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۶
Background image

په دایکندي کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند سرنګاه لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
یاده ودانۍ به د سیمې د اوسېدونکو په مالي همکارۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۴
Background image

په بغلان کې د تقویتي ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د زده‌کړې بهیر د پیاوړتیا او زده‌کوونکو ته د غوره ښوونيزو فرصتونو برابرولو په موخه، د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۸۵ جبراني ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې کڅوړې. . .

BACK TO NEWS