د کندهار له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۱۴:۱
۱۲

دکندهار ولايت د پوهنې رئيس مولوي فخرالدين نقشبندي له ملګري پلاوي سره د دغه رياست د ساينس او تکنالوژۍ له ښوونيز مرکز څخه ليدنه وکړه .
نوموړي د دغه مرکز د استادانو د کړنو د ستاینې پرمهال ژمنه وکړه، چې یاد ښوونیز مرکز او د دغه ولایت د ښوونځیو لابراتوارونه به په اړینو وسایلو او تجهیزاتو سمبال کړي.

د کندهار ولايت د پوهني رئيس الحاج مولوي فخرالدين نقشبندي د نجوم الهدی د دارالعلوم د ٤٨ تنو د قرانکریم د فارغانو د فراغت په مراسمو کي ګډون وکړ او فارغانو ته يې د مبارکۍ ترڅنګ له خلکو وغوښتل چي خپل اولادونه زده کړو ته وهڅوي او د پوهني له نظام څخه ملاتړ وکړي. د ښوونې او روزنې د نظام د بډاینې او د هیواد د پوهنې په برخه کې باید تر پخوا زیاتې هڅې وشي.

د SHAO موسسې په مالي مرسته د کندهار ولایت د غورک ولسوالۍ د پوهنې آمریت د لمریزې برېښنا په سیستم سمبال شو. د يادې شوې ولسوالۍ د پوهنې آمر له يادې ادارې څخه مننه وکړه او ويې ويل: د لمريزې برېښنا د سيسټم په نصبولو سره د يادې ادارې د ستونزو ډېره برخه لرې شوه.

د کندهار د پوهنې رئیس د دغه ولایت میوند ولسوالۍ ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دې ولسوالۍ د پوهنې له مسوولینو او د ښوونځیو له مدیرانو سره د پوهنې د چارو د ښه والي په موخه خبرې وکړې.

په دې وروستيو کې احمدالله هوتک د کندهار ښار د شهيد عظيم الله لېسې د اجرایوي مدير په توګه وټاکل شو او د دغه ښار د تعلیمي څارنې د آمر حافظ مولوي معاذ الله له خوا خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS