د کندهار پر زده کوونکو د خوراکي توکو لړۍ رسمآ راپیل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۳:۲۸
د کندهار پر زده کوونکو د خوراکي توکو لړۍ رسمآ راپیل شول

د پوهنې وزارت_کندهار: ښوونځیو ته د زده کوونکو خاصتآ د انجونو د تشویق هڅوني او په اقتصادي برخه کي د کورنیو سره د همکاری په موخه د (WFP) مؤسسې لخوا پر زده کوونکو د غوړیو او بیسکوټ د توزیع لړۍ د (ALO) دفتر لخوا راپیل شول .
هغه مراسم چي په همدې موخه د دامان ولسوالۍ اړوند د نساجي نخي لېسې په انګړ کي جوړ شوي وه د پوهني د رئیس پوهنیار محب احمد روښان ترڅنګ د دامان، ډنډ او بولدک ولسوالیو د پوهني او نظارت امرینو، د (ALO) دفتر مسؤلینو ښوونکو او زده کوونکو ګډون در لود.
د پوهني رئیس پوهنیار محب احمد روښان په خپلو خبرو کي وویل ددې د پاره چي د یادي پروسې څخه بشپړ نظارت شوی وي او موخي ته د رسیدو پایله مو ترلاسه کړي وي په امتحاني توګه غواړو یاده پروسه په دامان، بولدک او ډنډ ولسوالیو کي د دوو میاشتو لپاره راپیل کړو ترڅو د توزیع د لړۍ پایله ترلاسه کړو وروسته به اړوند پروسه د ولسوالیو ترڅنګ په مرکزي ښوونځیو کي هم راپیل کړو چي د لاري به یې د اول ټولګۍ څخه تر ۶ ټولګۍ پوري هلکانو او انجونو ته بیسکوټ او د اول ټولګۍ څخه تر شپږم ټولګۍ پوري انجونو ته د میاشتي یوه ډبه غوړي ورکول کیږي.
نوموړي د اړوند دفتر ترڅنګ د یادو ولسوالیو د پوهني پر امرینو ږغ وکړ چي د توزیع پر مهال د پروسې شفافیت په نظر کي ونیسي او پرې نږدي چي پروسه د فساد سره مخ شي روښان وویل که چیري ولیدل شي پروسه کي فساد رامنځته شوی او یا هم یاد توکي بازار ته وړاندي شي د پروسې د بندیدو ترڅنګ به د اړوند مسؤلینو سره قانوني چلند وکړي.
دغه راز د پوهني رئیس پوهنیار محب احمد روښان د یادي لېسې د اداري او تدریسي چارو څخه هم لیدنه وکړل او د کیفیت د لوړیدا په موخه یې اړوند مسؤلینو ته یو لړ لارښووني وکړي ترڅو د زده کوونکو تدریسي بهیر ته خاصه پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS