د کندوز د پوهنې ریاست د څلورمو خالی بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۹:۵۳
د کندوز د پوهنې ریاست د څلورمو خالی بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت_کندوز: د کندز ولایت د پوهنې ریاست اړوند دښاري پوهنې آمریت او نورو ښوونيزو حوزو اړوند د منځنیو ښوونځیو مدیریت د ۷ خالی بستونو د ډکولو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې له ۱۳۲ کسانو څخه از موینه واخیستل شوه.
هغه غونده، چې د نوموړې از موینې د اخیستلو په موخه د ښوونکې دروزنې په انګړ کې جوړه شوي وه ، د ولایت د مسوولینو په ګډون دپوهني رییس نجیب الله ثاقب ، د پوهني ریاست سلاکار، دښځو چارو رییسه، د اصلاحات اداری کمسیون آمر او د ولایتي شورا غړو ګډون درلود.
دغه ازموینه د پوهني وزارت د مقام د لار ښووني سره سم دیوي څانکړې ګمیتې په حضور کې له شرایطو سره برابر ۱۳۲تنو پکي ګډون کري و واخیستل شوه، چې له از موینې دنتایجو له اعلانولو وروسته به ۷ تنه دبریالیتوب په صورت کې دکندوز ولایت دښاري پوهنې آمریت او نورو ښوونيزو حوزو اړوند د منځنیو ښوونځیو مدیریت کي په څلورم بستونو کې په ډندو وګمارل شي.
دیاد ونۍ وړ ده، چې دروان کال له شروع تر اوسه پورې په نوموړي ریاست کې د آزادې سیالۍ له لارې یو شمیر کسان په دنډوګمارل شویدي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS