د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د پوهنې امریت امر خان ګل عبید د هلکانو د لېسې ازموینو صحنې له نژدي څخه وکتلې.
د سرکاڼو د پوهنې امر خان ګل عبید د ازموینې په صحنو کې ﺯده کوونکو ته وویل: چې اﺯموينې لپاره مطالعه ډېر مهمه او اړینه ده او هڅه وکړئ چې په دغه ازموینه کې ښي نمبري واخلئ،او همدا راز یې ﺯده کړه په اوسني عصر کې دګران هېواددبهبود او پرمختګ لپاره اړينه وبلله او ﺯده کوونکي ېې لاوهڅول چې خپلې زده کړې ترلیسانس پورې سرته ورسوي په دې سره به هېواد له شته ناخوالو او بدبختیو نه خلاص شي او د یو قوي سلامي هیواد خاوندان به شو.
هغه یادونه وکړه چې په کابل کې د امارت اسلامي مشران بوښت دي،تر څو شته ستونزو ته دپای ټکی کیدي او یو ښه په اوسنۍ ډکنالوژۍ سبمال زده کړیز چاپېریال رامنځت کړي.
د یادونې وړ ده چې د کونړ په توتو سیمو کې د ښوونځیو چهارنیمه ازموینې پیل شوې،چې همدا مهال جیریان لري.
