په کاپیسا ولایت کې د یو باب ښوونځي احاطوي دېوال ورغول شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۴۶
14

د معیاري ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو او د زده‌کوونکو امنیت ډاډمن کولو په موخه، د کاپیسا ولایت مرکز اړوند ریګ‌روان منځني ښوونځي احاطوي‌دېوال د ۵۰۸ متره په اوږدوالي د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ سره بشپړ او په رسمي ډول د پوهنې چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسئولینو له همکارې ادارې څخه د مننې په څرګندولو سره دغه اقدام د تعلیمي زیربناوو د پیاوړتیا په لور یو اغېزمن ګام وباله او له مرستندویه بنسټونو څخه یې د تعلیمي ادارو د ودې لپاره د دوامداره همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS