د کونړ ۹۰ ښوونکو ته د وړتیا لوړونې روزنیز ورکشاپ پیل شو
د پوهنې وزارت، کونړ: د کونړ ولایت دشیګل ولسوالۍ د ښوونځیو ۹۰ ښوونکو ته، چې هغه له ډلې یې ۲۰ ښځینه ښوونکې دي د وړتیا لوړونې ۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست په همکارۍ د سویډن کمیټې په مالي لګښت جوړ شوی چې د ورکشاپ ګډونوالو ته به د وړتیا لوړونې په موخه د نوي تدرسي میتود په برخه کې روزنه ورکړل شي.
د کونړ دپوهنې رییس مجیب الرحمن همدرد، د یادو ورکشاپونو د جوړولو له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: چې د خپل کلني پلان له مخې د پوهنې کارکوونکو او ښوونکو د وړتیاوو لوړولو روزنیز ورکشاپونه په نظر کې نیول شوي.
همدارنګه د پوهنې رییس د سویډن کمیټې له استازو څخه مننه وکړه، چې تل یې د پوهنې ریاست سره د ښوونکو وړتیا لوړه ولو او همدارنګه په نورو برخوکې مرستي ترسره کړې دې.
