د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د دیني مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو اړوند ګډې ازموینې په تړاو، د پوهنې وزارت خبرتیا
د پوهنې وزارت د لایحې له مخې ټاکل شوې ده، چې په ولایتونو کې د جهادي او دارالهجرت په شمول د ټولو مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه دورو ازموینې په لاندې ډول سره پلې شي:
۱ د ۱۴۴۷ هـ.ق کال اړوند د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې په یو وخت کې اخیستل کېږي، کوم چې ۶ ورځې به دوام ولري.
۲- هر ګډونوال ته لازمه ده چې د خپلې اړوندې درجې فورم په دقیقه بڼه ډک کړئ او له مدرسې یا درجې خارج کسانو ته پکې اجازه نشته.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې ولایتونو ته فورمونه لېږل شوي او خبرتیا ورکړل شوې ده، چې د پورته مرحلو ازموینې لپاره د فورمونو ثبت وروستۍ نېټه د لړم/ عقرب ۵مه ده او که چېرته له یادې نېټې وروسته د مدارسو فورمونه راورسېدل، بیا څوک د شکایت حق نه لري او په ازموینه کې ورته د ګډون چانس نه ورکول کېږي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
