رسنیزبلنلیک

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
65468

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو لپاره د ۲۱۰۴ تنو غوښتونکو رقابتي ازموینه د پوهنې وزارت د مسوولینو په حضور کې په هم‌مهاله توګه په دوو ځایونو کې اخلي.

نېټه او وخت: ۱۴۴۷/۱۲/۲۴ هجري قمري (د ۱۴۰۵ ل. کال د غبرګولي/ جوزا ۲۰مه)، د سهار ۹:۰۰ بجې؛

لومړی ځای: کابل ښار، ده افغانان، زرنګار پارک ترڅنګ، د عبدالرحمن جامع جومات؛
دویم ځای: کابل ولایت، شکردره ولسوالي، د قلعه مرادبېک لېسه؛

له تاسو درنو خبریالانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي، چې د یادو مراسمو په خبري پوښښ کې زمونږ سره همکاري وکړئ.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار په ۶۵ بابه امارتي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د تدریسي بهیر هر اړخیزه څارنه ترسره کړه. 
همدارنګه، په همدې اوونۍ کې د کابل، هرات، ننګرهار، هلمند،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې له یوه ښوونځي سره د کمپیوټرونو مرسته وشوه 

د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند د شیخ‌آباد کلي یوه معارف‌دوسته اوسېدونکي، د همدې ولسوالۍ له شیخ‌آباد عالي لېسې سره د ۹۰ زره او ۳۷۰ افغانیو په ارزښت د ۱۰ پایې کمپیوټرونو او یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۵۷
Background image

د لغمان ولایت په دولت‌شاه ولسوالۍ کې د یوې نوې دیني مدرسې پراختیایي چارې پیل شوې

د لغمان ولایت دولت‌شاه ولسوالۍ اړوند «مفتاح‌العلوم» دیني مدرسې لپاره د ۱۰ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
 د یادې ودانۍ د جوړولو لګښت له یو میلیون افغانیو څخه زیات اټکل شوی، چې د سیمې. . .

BACK TO NEWS