رسنیز بلنلیک

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۵۰
211

په پلان کې ده چې د مسئولینو لخوا، د کابل ښار ښوونځیو اړوند د بدني روزنې (۳۰ تنو) ښوونکو ته د ښوونیز او مسلکي سیمینار د پای مراسمو کې تصدیق پاڼې ووېشل شي، کوم چې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست لخوا د همدې اوونۍ په پیل کې په لاره اچول شوی و.

وخت: د ۱۴۴۶/۱۲/۲۱ (۳/۲۸ /۱۴۰۴ لمریز کال)، چهارشنبې ورځ، د سهار ۱۱ بجې؛

پته: د خواجه عبدالله انصاري عالي لېسې ته څېرمه، شاه دوشمشېره ته مخامخ، د پوهنې وزارت د بدني روزنې تالار؛

تاسو د رسنیو محترمو خبریالانو ته په ډېر درنښت بلنه درکوو، تر څو د یادو مراسمو په خبري پوښښ کې له موږ سره همکاري وکړئ.

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS