سمنګان ولایت کې د ۲۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر ښوونځيو د ودانیو رغونې او ترمیم پروژې پیل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۷
12

په سمنګان ولایت کې د تدریسي ودانیو، شاوخوا دېوالونو او د یو شمېر ښوونځیو بیارغونې پروژو د بنسټ ډبرې، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د پوهنې رئیس او چارواکو، ځینو سیمه ییزو مسئولینو، دیني علماءکرامو او قومي مشرانو په ګډون سره د فیروزنخچیر ولسوالۍ اړوند په تنګي لومړني ښوونځي کې د ډبرې په اېښودلو سره پیل شوې.

په یادو مراسمو کې، د سمنګان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محراب الدین اقبال، د پوهنې پر اهمیت او د ښوونیز کیفیت په لوړولو کې د تدریسي زیربناوو رول په اړه هراړخیزه وینا وکړه.

د یادونې وړ ده چې: پورته ذکر شوې پروژې د یوې تعلیمي ملاتړې ادارې په مالي مرسته پلې کېږي، چې ټول لګښت یې ۲۱ مېلیونه ۴۱۹ زره ۵۵۸ افغانۍ اټکل شوی دی.

هغه پروژې چې د یاد ولایت په مرکز ایبک او د فیروز نخچیر، خرم - سرباغ، روی دوآب، دره صوف بالا، دره صوف پاین ولسوالیو کې پلې کېږي، په لاندې ډول دي:

- د فیروز نخچیر ولسوالۍ کې د درېیو ټولګيو لرونکې ودانۍ جوړول.

- د خرم او سرباغ ولسوالیو کې د ښوونځي د احاطوي دېوال جوړول.

- په موهو ښوونځي کې د درېیو ټولګيو جوړول او د روی دوآب ولسوالۍ کې د منځني ښوونځي بیارغونه.

- په دره صوف پاین ولسوالۍ کې د بیانان شرق عالي لېسې لپاره د استنادي دېوال جوړول.

- د شیخه ښوونځي لپاره د احاطوي دېوال جوړول او د دره صوف بالا ولسوالۍ خاکباد ښوونځي کې د پنځه خونو لرونکې ودانۍ جوړول او بیارغونه.

- د کته قشلاق لومړني ښوونځي لپاره احاطوي دېوال جوړول او د مرکز ایبک اړوند د حاجي امان الله قندهاري ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو شبکې فعالول.

د پوهنې وزارت مشرتابه، په داسې حال کې چې د پوهنې سره د همکارو ادارو له ملاتړ ستاینه کوي، د هېواد د تعلیمي ادارو له زده‌کوونکو او چارواکو څخه غواړي چې د خپلو ښوونځیو تجهیزاتو او تاسیساتو ساتنې او ترمیم ته جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS