غزني ولایت کې د ۱۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ بابه ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۲۷
542

د غزني ولایت په آب‌بند، ګیلان او اجرستان ولسوالیو کې د ۱۰ بابه ښوونځیو نوې تدریسي ودانۍ، چې د ۱۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب، پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، چارواکو او مسئولینو ګډون درلود، افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یاد ښوونځي چې د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ جوړ شوي، هر یو یې ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د څښاک پاکو اوبو منظم سیسټم، لمریزه برېښنا، احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات لري.

د پورته ذکر شویو ښوونځیو د پرانیستې په مراسمو کې؛ د غزني ولایت پوهنې محترم رئیس د پوهنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: "زموږ پرمختګ د مدارسو او ښوونځيو په جوړولو کې دی او که موږ د هغوی کیفیت ته پام وکړو، موږ کولی شو روښانه او باثباته راتلونکې ولرو."

همدارنګه، د پوهنې وزارت د مقام د دفتر محترم لوی رئیس هم ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت ژمن دی تر څو خلکو ته په ټولو برخو کې، په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې هراړخیز چوپړونه وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې په غزني ولایت کې د تعلیمي زیربیناوو دغه پروژې د پوهنې وزارت د پراخو هڅو یوه برخه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS