غزني ولایت کې د ۱.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۴۲
8545

د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ په ده حمزه سیمه کې د "اناثیه طیبه" دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني په حضور کې د ۱.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۷.۵ جرېبه ځمکې په ساحه کې د یوه سیمه ییز خیرخواه وګړي په مرسته کېښودل شوه.

په یادو مراسمو کې پوهنې رئیس، دیني علماء‌کرامو او ګڼ شمېر سیمه ییزو اوسیدونکو ګډون درلود.

د پوهنې رئیس په خپله وینا کې د مدارسو او ښوونځيو جوړول صدقه جاریه نېک عمل وباله او ویې ویل: "د هغو زده‌کوونکو اجر چې په دې مرکزونو کې زده کړې کوي، د پورته ذکر شویو تعلیمي ادارو جوړونکو او تمویلوونکو ته هم رسېږي."

د معلوماتو له مخې، د مدرسې دغه یو پوړیزه ودانۍ چې ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، یو دهلېز، د اوبو شبکه او برېښنایي سیسټم به ولري، په جوړولو سره به یې شاوخوا ۳۰۰ تنو زده‌کوونکو ته یو خوندي تعلیمي چاپېریال برابر شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د غزني ولایت د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS