له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۲:۳۹
له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه.

میدان وردګ:
د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس مولوي ګل ولي متقي او ورسره پلاوي د شهادت له دارالعلوم، د منبع الجهاد او د عبدالله بن مبارک د یتیم خانې له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او له اړوندو مسوولینو یې وغوښتل، چې پوهنې ته جدي پاملرنه وکړي. او همدارنګه د زده کوونکو او یتیمانو په ښه شکل پالنه وکړي.
نوموړي دغه راز د يادو بنسټونو پر زده کوونکو یې کتابچې او د اوریدلو وسایل هم ووېشل.
کاپیسا:
د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د ښوونځيو مسوولينو د يوې غونډې په ترڅ کې د دې ولايت د پوهنې رياست ته د خپلو کلنيو فعاليتونو راپور ورکړ.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني د يادو مسوولينو د دندو د ستاينې ترڅنګ له هغوى وغوښتل، چې په ورسپارل شويو دندو او مسووليتونو کې په صادقانه توګه عمل وکړي.
نورستان:
د پوهنې وزارت د بشري سرچینو د تشکیل له رئیس مولوي عبدالحلیم حلیمي سره په کتنه کې د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین له هغه سره د نورستان د پوهنې ریاست د تشکيل د نشتوالي او کمښت په اړه خبرې وکړې. او په نوموړي ولایت کې یې د تشکیل د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
سرپل:
د سرپل ولایت د پوهنې ریاست د دغه ولایت د منهاج السراج لېسې په تالار کې د یوې غونډې په جوړولو سره د سرپل مرکز د ښوونځیو د دولسمو ټولګيو د ۳۰۰ تنو زده کوونکو فراغت ونمانځه او زده کوونکي یې وهڅول چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد په ختیځ زون کې د سویډن کمیټې له استازي سره وکتل او د پوهنې په برخه کې یې د دوی پر پلانونو او فعالیتونو خبرې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS