له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۱:۰
له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

بلخ

د بلخ ولايت د ښوونې او روزنې آمریت مياشتنۍ غونډه د يادې څانګې د آمر تر څارنې لاندې جوړه شوه، چې په دې غونډه کې د فارغانو د نتايجو او شهادتنامو، د ارتقایي ازموينو، د کانکور د ازموينو د فورمونو د وېش او د رتبو د تاييد او د راستنیدونکو زده کوونکو او همدارنګه د مرکز ساینس د ستونزو د حل په موخه لازمې پرېکړې وشوې.

پروان

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي او ورسره مل پلاوي د پروان ولایت د پوهنې له ریاست څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د دغه ولايت د پوهنې رياست له مشرتابه څخه د مننې پرمهال د پوهنې له مسوولينو او کارکوونکو وغوښتل، چې د دغه ولايت د ښوونې او روزنې د وضعيت د ښه والي په موخه جدي هڅې وکړي.

کابل

د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسوولینو د ۱۴۰۱ کال د نمایشي درسونو د راټولولو په برخه کې د سواد زده کړې د مدیریت د فعالیتونو، ورځنیو چارو ته د لا ښه لاسرسي او د چارو د ښه ترسره کولو په اړه غونډه وکړه.

کابل

د ماشومانو د ساتنې موسسې سیمه ییزو کارکوونکو د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ د پوهنې له آمر مولوي صلاح الدین ایوبي سره وکتل او د خپلو فعالیتونو او کاري پلانونو په اړه یې ورته معلومات ورکړل.
د يادې ولسوالۍ د پوهنې آمر د يادې موسسې د کړنو د ستاينې ترڅنګ د يادې ولسوالۍ د پوهنې ستونزې یې له هغوى سره شريکې کړې او په دې برخه کې يې د مرستو غوښتنه وکړه.

کابل

د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسوولین وايي: د ښوونیزو فعالیتونو د څارنې په ترڅ کې یې یو شمېر هغه خصوصي کورسونه چې له جواز پرته یې د پوهنې وزارت د طرزالعملونو خلاف فعالیت کاوه وتړلې او د دغو بنسټونو له مسوولینو یې غوښتي دي، چې د جواز د ترلاسه کولو وروسته خپل فعالیتونه د قانون په رڼا کې بیرته پیل کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ روضة المدارس منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۶
Background image

په دایکندي کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند سرنګاه لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
یاده ودانۍ به د سیمې د اوسېدونکو په مالي همکارۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۴
Background image

په بغلان کې د تقویتي ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د زده‌کړې بهیر د پیاوړتیا او زده‌کوونکو ته د غوره ښوونيزو فرصتونو برابرولو په موخه، د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۸۵ جبراني ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې کڅوړې. . .

BACK TO NEWS