له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۳:۳۷
له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

لغمان

د لغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ د صبرآباد کلي اوسېدونکي مير افغان صافي په خپل شخصي لګښت د احمد خان صافي د لومړني ښوونځي لپاره څلور درسي ټولګي، د ښوونځي حلقوي دېوال او د اوبو يوه څاه جوړوي. د پوهنې ریاست مسوولینو او قومي مشرانو د ښاغلي صافي د هېوادپالنې له احساسه ستاینه وکړه.

هرات

 په هرات ولایت کې د نیالګیو د کېښنولو کمپاین د دغه ولایت د والي مولانا نوراحمد اسلام جار، د پوهنې رئیس مولوي عبدالله امیني او د دغه ولایت د ادارو د رئیسانو او مسوولینو په حضور کې د هرات په بام کې ترسره شو. د چارواكو د معلوماتو له مخې: په پام كې ده چې د هرات ښار په بېلابېلو سيمو كې څلوېښت زره نيالګي کېنول شي چې له دې جملې څخه شاوخوا پنځه زره يې ښوونځيو او دولتي ادارو ته ځانګړې شوي دي.

کندز

د کندز ولایت د خیابان له دارالعلوم څخه د ۳۲ تنو فاضلانو فراغت غونډه د پوهنې د مسوولینو، علماوو، د فارغانو د والدینو او استادانو په حضور کې جوړه شوه. ګډونوالو د علومو پر ارزښت او د علماوو د لوړ مقام په باب خبرې وکړې او د ټولنې پر وړاندې یې د دغو فارغانو پر مسوولیت ټینګار وکړ.

کابل

د خاک جبار ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي صلاح الدین ایوبي او د پوهنې د څارنې غړو د OCCD موسسې له استازو سره وکتل، د یادې ولسوالۍ مسوولینو د پوهنې پر ستونزو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د مرستو غوښتنه وکړه. چې د يادې ادارې استازو ژمنه وکړه، چې يادې ستونزې به له مرکزي دفتر سره شریک کړي، ترڅو د حل لارې چارې ورته لټوي.

کابل

د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ د پوهنې آمریت مشرتابه د دې ولسوالۍ د ولسوال، د علماوو شورا د رئیس او د دې ولسوالۍ د امنیتي مسوولینو په مرسته د میربچه کوټ د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي سیالۍ پیل کړه، چې له 120 تنو ګډون کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ روضة المدارس منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۶
Background image

په دایکندي کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند سرنګاه لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
یاده ودانۍ به د سیمې د اوسېدونکو په مالي همکارۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۴
Background image

په بغلان کې د تقویتي ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د زده‌کړې بهیر د پیاوړتیا او زده‌کوونکو ته د غوره ښوونيزو فرصتونو برابرولو په موخه، د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۸۵ جبراني ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې کڅوړې. . .

BACK TO NEWS