له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۱:۱۶
له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

کابل:
د کابل د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو او د کابل له ریاست څخه یو ګډ پلاوی ټاکل شوی چې د کابل د کلکانو، فرزې، شکردره، پغمان، میربچه کوټ، ګلدره او استالف ولسوالیو د ټولو آمریتونو او ښوونځیو تدریسي، اداري او نورو ښوونیزو فعالیتونو ارزونه وکړي.
هرات:
په هرات ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د هرات ولایت د ښوونځیو زده کوونکو ته ۱۳۳۲ ښوونیزې بستې برابرې کړې چې د پلاوي په حضور کې په ګودامونو کې ځای پر ځای شوې.
د هرات د پوهنې رييس له يونيسف څخه د مننې په ترڅ کې وويل، چې يادې کڅوړې به د ښار او ولسواليو د ښوونځيو له پنځم څخه تر اووم ټولګيو پورې پر زده کوونکو ووېشل شي.
فاریاب:
د فاریاب ولایت د میمنې ښار د تعلیمي څارنې دوه غړي حبیب الله د عبدالخلیل زوی او احمد منیر د محمد حسن زوی د یاد ریاست د السنه او د پیداګوژي په برخو کې د څارنې د غړو په توګه معرفي شول.
لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست د نشراتو د مدیریت مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست ته د شمېر له مخې تر اوسه د میلون او ۱۵۰۰ زره جلده درسي کتابونو له جملې څخه ۲۹۵ زره او ۶۶ ټوکه د دې ولایت پوهنې ریاست ته سپارل شوي دي.
ننګرهار:
په ننګرهار ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ټولګیو پر زده کوونکو درسي مواد لکه د حفظ الصحې بستې او ژمنۍ جامې ووېشلې.
همدا راز: د دې ولایت د کوز کنړ سیمې یو فرهنګي او خیرخواه شخصیت حاجي رحمت الله د دې لېسې له ادارې سره د څلورم څخه تر شپږم ټولګي پورې د سلګونو درسي کتابونو سره سره د ۱۷ زره افغانیو مرسته وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS