له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۱۴:۵۵
123

جوزجان:
د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد وایي: د دغه ولايت د پوهنې رياست د آقچې، خانقاه، مردیان او منګجیک ولسوالیو کې د ١٨٠ تنو ښوونکو لپاره د رياضي، کيميا، فزيک او بيولوژي مضامینو د مېتودونو په برخه کې پنځه ورځنى تدريسي روزنيز پروګرام جوړ کړ.
د ښاغلي جواد په وینا، د دې پروګرام په پیلولو سره دوی غواړي د ژمنیو رخصتیو په ګټې اخیستنې سره د خپلو ښوونکو علمي او مسلکي استعدادونو ته وده ورکړي .
سرپل:
 د سرپل ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د يوې ديني مدرسې د جوړولو کار بشپړ او د دغه ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو، د سیمه ییزو ادارو، علماوو او قومي مخورو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یادونې وړ ده، چې د دې مدرسې په جوړولو کې  څه دپاسه یو میلیون او ٦٠٠ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د سرپل ولايت د سوزمه قلعه ولسوالۍ د خلکو او د پوهنې رياست له خوا یې پیسې ورکول شوي دي.
لوګر:
د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د ښوونځیو د مدیرانو او مسوولینو لپاره د کاري پلان د جوړولو او د فعالیتونو د راپور ورکولو په اړه دوه ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ شو.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست مسوولينو له ګډونوالو وغوښتل چې د دغه دوه ورځني ښوونيز پروګرام له موادو څخه ښه ګټه پورته کړي.

خوست:
د خوست ولايت په باک ولسوالۍ کې لاندي ترکي لېسه، چې د بېلابېلو لاملونو له امله ويجاړ او له کاره لویدلی و، د يونيسف د سيمه ييزې ادارې له خوا بياځلې ورغول شو.
ننګرهار:
 د Life موسسې په مالي او تخنیکي لګښت د بهسودو ولسوالۍ د هده لېسې د زده کوونکو لپاره د اوبو د زېرمه کولو  او د اوبو رسولو سیستم فعال شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS