له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۹:۷
له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

فاریاب:
د پوهنې وزارت ستر سلاکار الحاج سید غیاث الدین آغا د یوه کاري سفر په ترڅ کې فاریاب ولایت ته لاړ.
د دغه وزارت د سلاکار د سفر موخه په دغه ولایت کې د فاروقیه جهادي مدرسې او یتیم خانې له فعالیتونو څخه لیدنه ده.
نورستان:
په نورستان ولایت کې د یونیسف موسسې "واش" ولایتي استازو د نورستان ولایت د پوهنې له رئیس تاج محمد مطمین سره وکتل.
د نورستان د پوهنې رئیس له دوی سره د دغه ولایت د ښوونځیو د زده کوونکو د پاکو اوبو او منظمو تشنابونو د نشتوالي ستونزې شریکې کړې او په دې برخه کې یې د مرستو غوښتنه وکړه.
د يادې شوې موسسې مسوولينو د ښاغلي مطمين د هلو ځلو د ستاينې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د يادو شويو ننګونو په حل کې به مرسته کوي.
لوګر:
د CIC موسسې مسوولینو د لوګر ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د ۲۴۵ تنو نوماندانو چې ۵۰ تنه یې ښځې دي، په بېلابېلو برخو کې د سیمه ییزو زده کړو د ۷۰ ټولګیو لپاره د ۷۰ تنو ښوونکو د استخدام په موخه ازادې سیالۍ ترسره کړې.
هرات:
 د عبدالظاهر بشیري خصوصي ښوونځي د دولسم ټولګي د زده کوونکو د فراغت دریمه دوره د دغه ولایت د پوهنې د مسوولینو په حضور کې ترسره شوه.
د هرات ولايت د پوهنې رييس دغو فارغانو ته د مبارکۍ ورکولو په ترڅ کې هغوى د هېواد د راتلونکي جوړونکي وبلل او له هغوى يې وغوښتل چې په راتلونکي کې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې خپلې ټولنې ته په لا پياوړتيا سره خدمت وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS