له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۹:۳۶
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

بلخ
د بلخ ولايت د پوهنې رياست سکتوري غونډه د دغه رياست د ښوونې او روزنې آمر مولوي غفران هجرت تر څارنې لاندې د بلخ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي او د مرستندويه بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه.
راغلو استازو هر یو په خپل وار د تیرې میاشتې د فعالیتونو راپور او خپل راتلونکي پلانونه بیان کړل او د خپلو پلانونو په عملي کولو کې یې د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د مرستو غوښتنه وکړه.
د بلخ د پوهنې ریاست مشرتابه د سیمه ییزو ادارو او مرستندویو بنسټونو له مرستو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د پروګرامونو د عملي کولو په برخه کې به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه
د پوهنې وزارت د درسي کتابونو د چاپ او وېش آمریت مسوولینو د بلخ ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل سره وکتل.
په دې کتنه کې د بلخ ولایت د پوهنې رئيس د درسي کتابونو د وېش له پيل څخه خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه چې دغه بهير ژر تر ژره ترسره شي.

لغمان
په لغمان ولایت کې د ماشومانو د ساتنې موسسې سیمه ییزو استازو د دغه ولایت د پوهنې له رئیس مولوي شاه جهان ساجد سره وکتل او د لغمان ولایت د سیمه ییزو زده کړو د ټولګیو د پروګرامونو او ستونزو په باب یې خبرې وکړې.
 په دې کتنه کې د پوهنې رئیس د لغمان په ښوونځیو کې د شته ستونزو په باب د خبرو تر څنګ د دې موسسې له ښوونیزو خدمتونو څخه مننه وکړه او له مسوولینو یې وغوښتل چې د پوهنې وزارت د هوکړه لیکونو په رڼا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

په یو بل خبر کې راځي.
د لغمان ولایت د پوهنې رئیس د دې ریاست د پلټنې او انسجام له آمرینو سره یو ځای د ګمین د نجونو له لیسې څخه لیدنه وکړه، د زده کوونکو د تعلیمي کچې د ارزولو ترڅنګ له مسوولینو یې وغوښتل، ترڅو د ښوونځي درسي کیفیت ته پاملرنه وکړي  .

د یو بل خبر له مخې
په لغمان ولایت کې  د ډیوې کلي اوسېدونکو د دغه ولایت د پوهنې له رئیس سره په لیدنه کې په خپل کلي کې له شته ښوونیزو امکاناتو څخه خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې خپلې یو لړ ستونزې د پوهنې ریاست له مشرتابه سره شریکې کړې.
د لغمان پوهنې رئیس دوی ته د لا زیاتو ښوونیزو خدمتونو او امکاناتو د برابرولو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS