له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
خبر های برخی از فعالیت های معارف ولایات

پروان

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج سخاء الله سعید او ورسره مل پلاوی د نوي ښوونیز کال له پیل  سره سم د دغه وزارت د پلانونو او لارښوونو د عملي کولو په موخه پروان ولایت ته ولاړ.

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د پروان د پوهنې ریاست د کړنو د ستاینې په ترڅ کې د پوهنې له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د پوهنې د نظام د پرمختګ او هوساینې لپاره له شته فرصتونو څخه سمه ګټه پورته کړي.

د پروان ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني په دغه ولایت کې د پوهنې وزارت مرستیال ته د ښه راغلاست تر څنګ د پروان ولایت د پوهنې د پرمختګونو او شته ننګونو په باب هر اړخیز راپور وړاندې کړ.

لغمان

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو رئیس الحاج مولوي صبغت الله وصیل او ورسره مل پلاوی د پوهنې ریاست د اداري، مالي او تدریسي چارو د ارزونې او څارنې په موخه لغمان ولایت ته ولاړ.

په پيل کې د ياد شوي ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د خپل کاري راپور د وړاندې کولو پر مهال يې په يادو ولايت کې د نتایجو او شهادتنامو د وېش لپاره د برېښنايي سيسټم د جوړېدو خبر هم ورکړ.

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو رئیس په داسې حال کې چې د پوهنې ریاست له بېلابېلو څانګو څخه هم لیدنه وکړه، د لغمان د پوهنې ریاست د نتایجو او شهادتنامو له مدیریت څخه هم لیدنه وکړه او د چارو پر لا ښه پرمختګ یې ټینګار وکړ.

 

لغمان

د لغمان ولايت د پوهنې رياست وايي: د ښوونځيو زده کوونکو ته د درسي کتابونو د وېش په دويم پړاو کې د پوهنې وزارت له خوا د يونيسف ادارې په مرسته ۲۱۷ زره او ۶۶۰  سوه ټوکه نور کتابونه هم ورکړل شوي، چې ډېر ژر به د دغه ولايت د پوهنې آمریتونو ته ولېږدول شي.

 

غزني

د غزني ولايت په اجرستان ولسوالۍ کې د پوهنې د مسوولينو، ديني عالمانو او اوسېدونکو په ګډون د يوې سترې غونډې په ترڅ کې د دې ولسوالۍ د محمدخېلو کلي د مدرسې د يو شمېر د قرانکریم د حافظانو او فاضلانو فراغت ونمانځل شو.

 

بغلان

د بغلان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نور عزيزي د دغه رياست د بيلابيلو څانګو له اداري چارو څخه ليدنه وکړه او د کارکوونکو د کاري نظم او له مراجعينو سره يې پر ښه چلند ټينګار وکړ .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS