له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۴:۳۹
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

بلخ

د بلخ ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه د هېواد د تکړه عالمانو تر لارښوونې لاندې د بلخ او سمنګان ولایتونو د مدارسو د حدیثو د دورې د ۵۱ تنو فاضلانو ترمنځ د مقالې لیکلو سیالي جوړه کړه. د دې ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالجليل شهیدخېل له ګډونوالو وغوښتل، چې د نبوي سنتو له مخې دې په ښه شکل په ازموينه کې ګډون وکړي.
له بلخ څخه په يو بل خبر کې راغلي، چې د پوهنې وزارت د زده کوونکو د چارو ریاست له خوا د بلخ ولايت ښاري ښوونځيو او د ولسواليو او د پوهنې د آمرینو لپاره د پلان جوړونې د فعاليتونو د عملي کولو تر سرليک لاندې درې ورځنى لارښود سيمينار جوړ شوی و پای ته ورسید.
د دې ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې په دفترونو او خپلو اړوندو ساحو کې د دغې سیمینار له مطالب څخه ګټه پورته کړي.

کندز

د کندز ولایت د پوهنې سرپرست مولوي غلام رسول حقاني په افغانستان کې د یونیسف ادارې له مرستیال ښاغلي شامي سره د یوې غونډې په ترڅ کې د ۱۵ ښوونځیو د ودانیو د بیارغولو په باب خبرې وکړې. ښاغلي شامي ژمنه وکړه چې د دغو ښوونځیو د بیارغوني په پار به جدي اقدام وکړي.

نیمروز

د نیمروز ولایت د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو آمر مولوي ګلبدین شریفي د پوهنې وزارت د زده کوونکو چارو ریاست د پلانونو د عملي کولو د لارو چارو د لارښوونې له علمي سیمینار څخه لیدنه او څارنه وکړه او د یاد ریاست په تړاو یې د پوهنې وزارت د پلان شویو فعالیتونو د تطبیق په باب لارښوونې وکړې.

خوست

د خوست د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو د آمرینو او مدیرانو لپاره د پوهنې وزارت د روغتیا ریاست له خوا د ښوونځیو او پوهنې ریاستونو د حفظ الصحې په باب د پوهاوي سیمینار پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۹
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ روضة المدارس منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۶
Background image

په دایکندي کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند سرنګاه لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
یاده ودانۍ به د سیمې د اوسېدونکو په مالي همکارۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۳۴
Background image

په بغلان کې د تقویتي ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د زده‌کړې بهیر د پیاوړتیا او زده‌کوونکو ته د غوره ښوونيزو فرصتونو برابرولو په موخه، د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۸۵ جبراني ټولګیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې کڅوړې. . .

BACK TO NEWS