له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۳۲
14

غزني

د غزني ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي مير نصير احمد حسيني د یاد ولایت اندړو ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې، له پوهنې مسئولينو، امنيې قوماندان، ديني علماوو او مشرانو سره په کتنه کې، د مدارسو او دارالعلوم د ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د یادو ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پوهنې رئیس او ورسره مل پلاوي د اندړو ولسوالۍ د دیني مدارسو تدریسي او اداري چارې هم له نیږدې وکتلې.

جوزجان

د جوزجان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د مدارسو لیلیو جوړولو لپاره د مناسبو ځایونو د رامنځته کولو په موخه، د خصوصي مدارسو له څو څانګو څخه څارنه وکړه او د یادو مدارسو د لیلیو له مسئولینو او زده کوونکو سره یې وکتل.

د جوزجان پوهنې رئیس په غیر رسمي وخت کې مدارسو ته د یاد پلاوي د سفر موخه، د مدارسو د لیلیو مشخصول او د زده کوونکو لپاره د خوراکي توکو برابرول وبلل.

د مدارسو زده کوونکو او ښوونکو د پوهنې ریاست د مشرتابه له پاملرنې مننه او خوښي څرګنده کړه.

میدان وردګ

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت او ورسره مل پلاوي، د یاد ولایت دایمیرداد ولسوالۍ له ولسوال شیخ نصیر احمد ثابت سره وکتل او د پوهنې د ستونزو په حل کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د دایمیرداد ولسوال له پوهنې رئيس څخه د مننې په ترڅ کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې ریاست له ۲۴۰ تنو زده کوونکو څخه د یادې ولسوالۍ په دارالمعلمین کې د هغوی د زده کړو د دوام په موخه ډله ییزه آزموینه واخیسته؛ تر څو وړ کسان د دولت شاه ولسوالۍ دارالمعلمین ته وروپېژني.

کندهار

په کندهار ولایت کې سیمه ییزو ښوونځیو ته د درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه.

د کندهار پوهنې رياست وايي، د پنجوايي، ژېړۍ او شاوليکوټ ولسواليو په لسو ښوونځيو کې د کتابونو د وېش لړۍ پيل شوې او ډېر ژر به په نورو ولسواليو کې هم پيل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS