لوګر ولایت کې د ښوونځیو زده کوونکو لپاره ۳ میاشتنی ژمنی کورس جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۰:۴۳
12

د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ د یو تن علم پرور شخصیت په همکارۍ، د یادې ولسوالۍ په مغل خېل لېسه کې، د زده کوونکو تعلیمي کچې لورولو په موخه درې میاشتنی ژمنی کورس، د ۱۳۵ زره افغانیو په لګښت د ښوونکو، زده‌کوونکو او قومي مخورو په حضور کې پرانیستل شو.

پوهنې وزارت د هېواد بچیانو د تعلیمي کچې لوړولو په برخه کې د هېوادوالو د ملاتړ او هڅو قدرداني کوي او د لوګر ولایت له علم پروره خلکو څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS